انصار:( د تله ۲۲مه) په افغانستان کې د طاللبانو د رژیم ځینو سرچینو ویلي، چې د هرات زلزله ځپلو سره د پاکستان مرستې د هغه څه له امله، چې دوی ته د پاکستان د موقت صدراعظم سپکاوی یې بللی، نه دي منل شوي.
سرچینې د پاکستاني صدراعظم انورالحق کاکړ هغې لیکنې ته اشاره کړې، چې پر خپلې اېکس پاڼې یې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په اړه کړی و.
کاکړ لیکلي وو: د طالبانو حکومت د طبي ټیم، 50 خیمو او 500 کمبلو ځانګړې غوښتنه کړې ده. زما په لارښوونو د مرستې له سامانونو سره سره ټول غوښتل شوي توکي نن ماسپښین ور لېږل کیږي، وروسته به نورې مرستې هم ور لېږو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په 11مه پر ایکس د هغو هېوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو د مرستو ذکر کړی وو، چې د هرات له زلزله ځپلیو سره کړې دي، خو د پاکستان یادونه یې نه وه کړې.
د طالبانو یوې سرچینې ډیوه راډیو ته ویلي: داسې هیڅ کومه غوښتنه نه ده شوې او زموږ پر حکومت ملنډې وهل شوې دي،
د پاکستان د موقت صدراعظم دغو څرګندونو ته په پراخه کچه افغانانو هم توند غبرګون ښودلی و.
دوی د طالبانو پر رژیم هم نیوکې کړې وې، چې ګواکې پاکستان سره یې مرموزې اړیکې تر دې حده افغانانو ته د سپکاوي او پرې د ملنډو سبب شوې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27736